برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جنګي بیړیو ضد توغندي آزمویئل

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد پاکستان دسمندري ځواک دعمومی اړیکو برخې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،سمندري ځواک په عمان سمندر کې له جنګي کشتۍ د توغولو وړتیا لرونکي او د جنګي بیړیو ضد توغندي آزمویئلي دي .
په دغې ا علامیې کې راغلي دي،دغه توغندي له اوبتله او له تیزو جنګي ماکوګانو توغول شوي او له سمندره په سمندر او له سمندره په مځکې په ټارګټ په دقت ډول د ویشتو وړتیاوې لري .
د پاکستان د سمندري ځواک قوماندان ا میر البحر ظفر محمودعباسي د بیړۍضدتوغندیو د آزموینې په دستورو کې ووئيل،ددغه هیواد ځواکونه دپاکستان په سمندري حدود کې له هرډول بهرنیو یرغلونو سره دمقابلې لپاره تیار دي .
دا په تیرو څلورومیاشتو کې د پاکستان دسمندري ځواک د دوهم ځل توغندوي آزموینې حسابیږي .
پاکستان په تیر دسمبر میاشت کې هم د عمان سمندر په شمالي آزاددو اوبو کې دبیړۍ ضد توغندي په بریالیتوب سره آزموئیلي وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي