برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ترکیې د سرحدي ساتونکو لخوا د مهاجرو نجونو او ښځو جنسي ځورونه

آریانانیوز: د ترکیې پوله ساتو پر بهرنیو پناه غوښتونکو، ښځو او ځوانو نجونو ډله ییز جنسي تېری کوی.


د ترکیې د یو شمېر سرحدي ولایتونو د اوسېدونکو او سیمه ییزو رسنیو د خبرونو له مخې، د دغه هېواد پوځي او سرحدي ځواکونه د بهرنیو پناه غوښتونکو پر نجونو او ځوانو ښځو جنسي تېري کوي.

د وان ولایت سیمه ییزو رسنیو د وان ولایت په سارای ولسوالۍ کې د کډوالو پر نجونو د جنسي تېري په تور د بهرنیو کډوالو د استرداد ډلې د دوو سرتېرو د نیولو خبر ورکړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اروپايي ټولنې د بهرنیو کډوالو د اساسي حقونو د تضمین په برخه کې د ترکیې او اروپا ترمنځ د شوې هوکړې د یادونې په ترڅ کې د دغه هېواد حکومت ته په ترکیه کې د ماشومانو او کډوالو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبرداری ورکړی دی.

د نړیوالو فورمونو له خبرداریو سره سره، په ترکیه کې د ښځو او حتی د بهرنیو کډوالو پر ماشومانو تاوتریخوالی دوام لري.

شریک یي کړئ!