برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د انګلستان دحکومت دمخالف ګوند مشران په سوریې کی حمله وغندله

د انګلستان دحکومت دمخالف ګوند مشران ټینګار کوی چې په سوریې باندې حملې کښې دلندن له ګډون څخه مخکې باید له پارلمان سره مشوره شوی وائ .


د انګلستان لومړۍ وزیره میرمن ټریسا مې (Theresa May) د پارلمان له اجازې پرته په سوریې باندې دامریکا او دفرانسې په حملې کښې د ګډون لپاره د خپل هیواد عسکرو ته دحکم دورکولو په وجه د پارلمان دغړیو لخوا له سختې نیوکې سره مخ ده .
دانګلستان خلکو دغه راز دپارلمان د باندې د لومړۍ وزیرې میرمن ټریسامې (Theresa May) او دحکومت پرضد مظاهرې وکړې او په سوریې دخپل هیواد حمله یې په کلکه وغندله .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې(Theresa May) چې هیواد یې له امریکا، فرانسې ، سعودی عربستان، صهیونیسټ رژیم ، قطر، ترکیې ، متحده عربی اماراتو، اردن ، بحرین او کویت وغیره سره یوځاې په سوریې ،عراق او نورو ډیرو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی وویل چې په سوریې حمله د بشری چارو په خاطر شوی ده .
بل خبر داچې په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له جنایتکاره حملو وروسته ددمشق او دنورو سیمو خلکو دحکومت په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او دخارجی هیوادونو یرغل یې په کلکه وغاند .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي