برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا او ناټو د اکمالاتي لارې تړلو ګواښ

د پاکستان دفاع او خارجه امورو وزیر خرم دستګیر ویلي، چې هېواد يې واشنګټن سره پر اړيکو له سره غور کړی، او شوني ده، چې افغانستان ته د خپلې خاورې له لارې د امريکا د اکمالاتي رسد لار بنده کړي.


نوموړي د خپل حکومت په وروستۍ ورځ له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې دا څرګندوني کړې، هغه د نړيوالو پر دې پرېکړه نيوکه کړې، چې پاکستان يې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی.

خرم ټينګار کړی، چې پاکستان له ناټو بهر د امريکا تر ټولو ستر ملګری هېواد دی او د امريکا له لوري ورسره دا ډول چلن د ټولو معيارونو خلاف دی، په وینا یې، له همدې امله اسلام اباد اړ دی، چې واشنګټن سره پر اړيکو له سره غور وکړي.
پاکستاني وزیر زیاته کړي، اسلام اباد له زغم څخه کار اخیستی، چې د اړيکو له خرابۍ سره سره یې هم خپلې هوايي او ځمکنۍ لارې د امريکا او ناټو هېوادونو پر مخ پرانيستې پريښي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پاکستان پر امريکا د دې لارو پر تړلو غور کوي؟ دستګير خان وويل، چې ټول غوراوي پر مېز پراته دي، او امريکا د پاکستان پر وړاندې له داسې سياسته کار اخلي، چې له زور پرته يې د لاري تړلو ته مجبوروي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان په 2011م کې هم د امریکایی الوتکو له لوري د 26 پاکستاني پوځیانو د وژلو په اعتراض کې د ناټو پرمخ د اکمالاتو لار د څه باندي شپږو میاشتو لپاره تړولي وه، چې امریکا او ناټو يې له کړاو سره مخ کړي وه.
باید وویل شي چې د روان میلادي کال په لومړیو کې لوړ پوړو امريکايي چارواکو خبرداری ورکړی وو، چې پر پاکستان د مرستو بندول به د دې لامل شي چې پاکستان به له خپلې خاورې او هوا څخه افغانستان ته امريکایي تجهيزات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

شریک یي کړئ!