برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکایی خبریال پر وژنه د تورن کس مرګ سزا لغوه کیدا

آریانانیوز: دیوربوټ له مخی د پاکستان د سند ایالت محکمې د امریکايي وژل شوي خبریال ډینیل پرل په وژنه کې د تورن کس عمر شيخ د مرګ سزا ختمه کړې او هغه يې د یاد خبریال د تښتوونې په جرم کې په اووه کاله بند محکوم کړی دی. د عمرشیخ وکیل وايي،‌ هغه له وړاندې لا شل کاله په بند کې تېر کړي،‌ نو باید خوشی شي.
امریکايي خبریال ډينیل پرل د سوېلي اسیا لپاره د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه له کراچۍ تری تم شو او څلور ورځې وروسته يې یوې نوې وسلوالې ډلې د خلاصون په بدل کې له امریکا غوښتنې وکړې
د یادې ډلې په غوښتنو کې په ګوانتانامو زندان کې د پاکستاني بندیانو خوشي کول او پاکستان ته د ایف شپاړس ډوله الوتکو ورکولو وو، چې د دوی په خبره که ونه منل شوې نو خبریال ډینیل پرل به ووژني
وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو ته یوه ويډيو ولېږل شوه چې په کې يې د تښتول شوي خبریال ډینیل پرل وژنه ثبت کړې وه.‌ تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته بیا په کراچ‍ۍ کې پولیسو یو قبر وموند چې د خبریال ډينیل پرل سر پرې کړی مړی په کې و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي