برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې د بنديز د سياست بې نتيجه والي

آریانانیوز: رجب طيب اردوغان پرون د خبريالانو په ټول کښې وويل: په دې اړه د امريکائي چارواکو خيال چې د ايران په خلاف دباو او بائيکاټونه به تهران تسلمېدو ته مجبور کړي يو غلط خيال دے.


د ترکيې ولسمشر واضحه کړه چې د ايران د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف زياتېدونکي دباونه او بنديزونه به په دغه هېواد څه تاثير ونکړي نو ځکه د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پکار دي د ايران په وړاندې په نظر او چلند کښې بدلون راوالي.
اردوغان همدارنګ له ګولن ډلې سره د تعلق په تور د ترکيې په ازمير ښار کښې د امريکائي پادري اېنډريو برونسون د نظر بندۍ د محکوميت په سر د ترکيې په خلاف د امريکې د چارواکو د وروستيو دړکو په باره کښې وويل، امريکه پکار دي د ترکيې د قضائي حکم احترام وکړي او دغه مسئله دې په دغه هېواد د بنديز لګولو په موضوع بدله نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي