برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائیلو پرضد د ترکیې ولسمشرتوند غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لخوا په غزه کې د قتل عام د ترسره کولو په سخت غبرګون ښودلی او ددغه هېواد لومړی وزیر نتنیاهو یې د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی دی.


اردوغان د تیرې جمعې د ورځې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو لخوا روان قتل عام چې په ترڅ کې ۱۷ تنه بې ګناه فلسطینیان وژل شوي او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي سخت غبرګون وښود او د اسرائیلو حکومت يي وغنده.ښاغلي اردوغان د اسرائیلو د نوموړو بې رحمانه او انساني ضد بریدونو په تړاو د نوموړي هیواد په لومړي وزیر غږ کړې چې:« اې نتنیاهو! ته ډير کمزوری او غریب انسان یې، په دولتي کچه تروریزم خپروۍ، په غزه او بیت المقدس کې ماشومان او بې دفاع خلک وژنۍ، د نړیوالو پرېکړو په اساس ملامته یاست او که بیا هم د مظلومو انسانانو له زورولو لاس وانخلئ ستاسو پرضد به زمونږ نظر همداسې توند وي.»نوموړي دغه راز ویلي، چې د اسرئیلو له اتومي وسلو څخه څوک نه ویریږي او زیاته کړې یې ده، چې اسرائیلي دولت د نړیوالو د سترګو په وړاندې ماشومان وژني.

شریک یي کړئ!