برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائیلو سره دعربستان ولی عهد پټې اړیکې

آریانانیوز: دامریکا وال سټریټ ژورنال خپرونې د خبرو سرچینو له قوله لیکلی دی ، دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان دوه نزدې سلاکاران سعود القحطانی او جنرال احمد العسیری دریاض او تل ابیب ترمینځ داړیکو دټینګیدا په زمینې کې په پټو خوځښتونو کې اساسی رول درلودلی دی .
په دغه راپور کې راغلی دی ، پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کې د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان او دهغه د دوو نزدو سلاکارانو دلاس درلودلو له ښکاره کیدا وروسته ، دغه پټ پلان له یو لړ خنډونو سره مخامخ شوی دی .
وال سټریټ ورځپاڼې لیکلی دی ، دغه پټ پلان همداراز د سعودی عربستان او اسرائیلو ترمینځ د دلانزدو اړیکو دجوړولو لپاره د امریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره کیږی
د دغه راپور په اساس ، محمد بن سلمان د قدس له نیواکګر رژیم او سعودی عربستان ترمینځ دنزدې اړیکو د جوړولو لپاره اقدامات په شخصی ډول تعقیبوی .
دسعودی عربستان یو ه لوړپوړی مقام چې غوښتل نامه ئې ونه ښودل شی ، وال سټریټ ژورنل ورځپاڼې ته وئیلی دی، د جمال خاشقجی له وژلې وروسته له تل ابیب سره دریاض داړیکو په زمینې کې له پټو خوځښتونو سره اړونده کارونه تر یوه حده سست شوی دی . له صهونیسټ رژیم سره د سعودی عربستان داړیکو عادی کول د امریکا داوسنی حکومت دبهرنی سیاست یو مهم لومړیتوب دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي