برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن چارواکی دهیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه

د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد پرون په صنعا کښې د سویډن د بهرنیو چارو دوزیر له ځانګړی استازی «هانس پیټر »سره په کتنې کښې وویل سعودی عربستان په پیسو سره ډیر هیوادونه دیمن دمیلیونو خلکو پرضد د جنایتونو په وړاندې چپ کړی دی.



هغه وویل دیمن په چارو کښې دملګروملتونو دنوی استازی مارټین ګریفیټس(Martin Griffiths) بریالیتوب د سولې دخبرو لپاره دهغه لخوا د معلوم چوکاټ له ټاکلو او له بې پلویتوب سره اړه لری .
د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد وویل مونږ دسولې په خبرو کښې له مقابل لوری سره تفاهم ته درسیدا لپاره زیاته ملګرتیا وکړه خو تیریګرو ونه منله .
هغه وویل زمونږ دریځ سوله غواړی دی او هماغه راز سولې ته درسیدا لپاره خپل لاسونه اوږدوو .
دبشری حقوقو ډیرو موسسو او ډلو په امریکا او اروپایی هیوادونو غږ کړی دی چې دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان دجنایتونو دبندولو لپاره په دغه هیواد د وسلو خرڅول بند کړی خو امریکا هماغه راز په سعودی عربستان وسلې خرڅوی او پرون یې له ریاض سره د دوه سوه (۲۰۰)میلیارډه ډالرو په ارزښت دوسلو تړونونه هم لاسلیک کړل .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي