برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکشمیریانو په ملاتړکې سترلاریونونه

آریانانیوز: دپاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا د کشمیریانو په ضد دهندي حکومت او پوځ دجنایتونو او مستبدو ا قداماتو په مقابل کې دهندی کشمیر دخلکو یو ځل بیا ملاتړ اعلان کړی او په درست پاکستان کې ئې د هندی حکومت او پوځ دجنایتونو په ضدئې نن ورځ توره ورځ اعلان کړی ده
عمران خان د لومړي وزارت د ماڼۍ او پارلیمان په وړاندې د کشمیریانو په ملاتړ کې په یوې غونډې کې ټينګار کړی ،پاکستان به خپل برخلیک دټاکنې حق او آزادۍ ته درسیدو لپاره د کشمیریانو له مبارزو ډيپلوماټيک او سیاسی ملاتړونو ته دوام ورکړي ،هغه همدارازد هند ترکنټرول لاندې د کشمیر له خلکو سره دمرستې لپاره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کمزوري کړچار او په کشمیر کې د لګولو شویو محدودیتونو په نه ختمیدا باندې په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی،دپاکستان او هند ترمینځ دخبرواترو لپاره هیڅ چانس نشته او د دواړو لورو ترمینځ دمخامخیدا خطره زیاته شوې ده . هغه وئیلي دي،د هندي حکومت په لاس د جمو اوکشمیر د نفوسي جوړښت د نقشې دبدلولو پلان د جینوا د څلورم کنونشن په اساس یو جنګي جنایت دی
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان دلومړی وزیر په غوښتنې سره نن په درست پاکستان کې د کشمیریانو په ملاتړ کې لاریونونه روان دی او د هندی حکومت او څاروی ډوله پوځیانو جنایتونه په کلکه غندل شوی دی .نن کابو پنځه ویشتمه ورځ ته ده چې هندی عسکرو پر کشمیریانو رڼا ورځ تورتمه کړې او په لسګونو بې ګناه کشمیریان ئې په وینو کې لیت پیت کړی او په سلګونو نور ئې بندیان کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي