برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپاکستان سیاسی ګوندونه

آریانانیوز: د پاکستان دحکومت مخالف سیاسی او مذهبی ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د نوی کاندید د معرفی کولو په باره کښې په ګډې غونډې کښې په ګډون سره موافقې ته ونه رسیدل.


په دغه ګډې غونډې کښې د پاکستان دحکومت مخالفوسیاسی او مذهبی ګوندونو دجمعیت علمای اسلام ګوند دفضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ لپاره د کاندید په توګه معرفی کړ خو پیپلز ګوند(Pakistan Peoples Party) ورسره مخالفت وکړ او پیپلز ګوند اعتزاز احسن د خپل کاندید په توګه معرفی کړ .
دغه راز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې هم د ولسمشرۍ لپاره د اعتزاز احسن له کاندید کیدا سره مخالفت او د مولانا فضل الرحمان ملاتړ یې وکړ .
دعمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف چې مرکزی حکومت په لاس کښې لری عارف علوی د ولسمشرۍ لپاره دنوی کاندید په توګه معرفی کړی دی .
د پاکستان د اوسنی ولسمشر ممنون حسین د کار موده د روان میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه پاې ته رسیږی او د ولسمشرۍ دیارلسم(۱۳) انتخابات هم د سپتمبر د میاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه کیږی .
دپاکستان د ملی او ولسی جرګو او دغه راز د مشرانو جرګې سینا غړی چې شمیر یولس سوه(۱۱۰۰) تنو ته رسیږی د پینځو(۵) کلونو لپاره نوی ولسمشر ټاکی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي