برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپاکستان تحریک انصاف له ایران سره ښې

آریانانیوز: د پاکستان دتحریک انصاف(Pakistan Tehreek-e-Insaf) مشر عمران خان چې د هیواد دپارلمان انتخابات یې ګټلی دی ټینګار وکړ زما ګوند د ایران داسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .


هغه پرون مازیګر د پارلمان د انتخاباتو د غیر رسمی نتیجو له اعلانیدا وروسته په خپل لومړی خبری کانفرنس کښې د پاکستان د راتلونکی حکومت د بهرنی سیاست په اړه په وویل دغه هیواد سولې او ثبات ته ضرورت لری او راتلونکی حکومت دایران له اسلامی جمهوریت سره خپلې اړیکې پراخوی .

د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه راز وویل افغانستان یوازنی هیواد دی چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په چاره کښې یې له ټولو زیات تاوان لیدلی دی .
هغه وویل دپاکستان امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی او تر هغه وخته چې افغانستان ارامښت ونلری پاکستان به هم ارامښت ونه وینی .
د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان زیاته کړه دغه ګوند له افغانستان سره ښې اړیکې غواړی او په دغه هیواد کښې د سولې دټینګیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوی .
عمران خان وویل دتحریک انصاف وړاندیز دا دی چې د افغانستان او د پاکستان ټول سرحدونه خلاص شی .
هغه په عین حال کښې کشمیر د پاکستان او دهندوستان ترمینځ د یوې (۱)ترټولو مهمې مسلې په توګه یاد کړ او ویې ویل د هندوستان ترکنټرول لاندې د کشمیر خلک څه دپاسه دیرش (۳۰)کاله کیږی چې دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ هدف ګرځیدلی او که چیرې دهندوستان مشران چمتو وی نو پاکستان هم داړیکو ښه کیدا ته تیار دی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه راز د خپل هیواد خلکو ته په وینا کښې ژمنه وکړه زما حکومت به د تاسو د مالیاتو ساتنه وکړی او هغه به د پاکستان د پرمختګ او هوساینې لپاره ولګوی .
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان په انتخاباتو کښې دیوسل نولسو(۱۱۹) څوکیو په ګټلو سره د مسلم لیګ ګوند له نوازشریف څانګې او پیپلز ګوند څخه مخکې شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي