برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهند او پاکستان دپوځیانوترمنځ نښته

آریانانیوز: اسوشیټېډ پرس اژانس خبر ورکړ. چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ځواکونو پرون چهارشنبه یو بل تورن کړل چې لومړی ډزې یې په درنو او سپکو وسلو پیل کړې دي.تر اوسه د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


د هند او پاکستان ترمنځ شخړې وروسته تر دې زیاتې شوې چې د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.
هند تور پورې کړی چې په‌دې برید کې پاکستان لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی او په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی.

شریک یي کړئ!