برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهند او پاکستان بیلابیل غبرګونونه

آریانانیوز: د هندوستان او د پاکستان چارواکو دهندی جاسوس کلبوشن یادیو د اعدام او پانسی کیدا د حکم په هکله د هیګ د نړیوالې محکمې(International Court of Justice ) نهایی رایه د ځانونو لپاره بریالیتوب وباله .
دپاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کښې د هندوستان د جاسوس کلبوشن یادیو د اعدام د حکم په هکله د هیګ دنړیوالې محکمې په نهایی رایې خوښی څرګنده کړه او ویې ویل ددغه رایې په اعلان سره معلومه شوه چې کلبوشن یادیو په پاکستان کښې دهندوستان لپاره جاسوسۍ کوله .
د هندوستان دخارجه وزارت ویاند رویش کمار هم وویل پاکستان باید د هیګ دنړیوالې محکمې د رایې درنښت وکړی او د کلبوشن یادیو لپاره کنسولی لاسرسی برابر کړی .
د هیګ نړیوالې محکمې پرون د هندوستان دښاریز کلبوشن یادیو په هکله چې په پاکستان کښې دجاسوسۍ په جرم په پانسۍ محکوم شوی دی خپله نهایی رایه اعلان کړه .
په هالینډ کښې دیره د هیګ نړیوالې محکمې د هندوستان د ښاریز کلبوشن یادیو پرضد د پاکستان د پوځی محکمې د حکم د باطلیدا په هکله د هندوستان دغوښتنې د ردولو په ترڅ کښې په اسلام اباد غږ وکړ د کلبوشن لپاره کنسولی لاسرسی برابر کړی .
پاکستان ادعا کوی چې کلبوشن یادیو د هند دسمندری ځواک یو (۱)افسر دی چې د۲۰۱۶ میلادی کال په مارچ میاشت کښې په بلوچستان صوبې کښې د جاسوسۍ په جرم نیول شوی او په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې په پوځی محکمې کښې په مرګ محکوم شوی دی . د هندوستان حکومت د کلبوشن یادیو د جاسوس کیدا په هکله د پاکستان ادعا بې اساسه بولی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي