برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهندوستان شارډز افیر احضار ول

آریانانیوز: د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت د هندوستان د سرحدی ځواکونو لخوا د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې د اوربند په خلاف ورزۍ اعتراض کښې یوځل بیا په اسلام اباد کښې دهند سفیر احضار کړ
د پاکستان خارجه وزارت نن سهار په اسلام اباد کښې د هند دشارډز افیر« ګاروا اهل والیا» په احضارولو سره په نوی ډیلی غږ وکړ چې دکشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې په بې دلیله ډزو او د اوربند په بیا بیا خلاف ورزۍ کښې د هندوستان دعسکرو د اقدام مخه ونیسی
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت چارواکو د هندوستان شارډز افیر ته وویل دهندوستان دسرحدی ځواکونو لخوا د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې په هستوګنه سیمو او ملکی خلکو په قصدی ډول حملې کول له نړیوالو قوانینو او انسانی ارزښتونو سره تضاد لرونکی اقدام دی
دا په تیرو څو اونیو کښې څوم ځل دی چې په اسلام اباد کښې دهندوستان شارډز افیر د پاکستان خارجه وزارت ته وربلل کیږی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي