برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمصرالازهر هم دقدس په باب دامریکاسپیره اقدام محکوم کړ

دیوراپورله مخی د مصر الازهر په نننۍ اعلامیې کې دقدس ښار په اړه د یوه عکس نندارې ته په وړاندې کولو کې په نیواکی فلسطین کې د امریکا د سفیر ډیویډ فریډمن اقدام چې په هغه کې ئې د الاقصی جومات په ځای د هیکل دادعا معبد (یعنی د صهونیسټانو دادعا په اساس د دمعبد مجسمه ) انځور شوی ؤ ، په سخته محکوم کړ .
دمصر الازهر پوهنتون په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی دی ، دغه غیر قانونی اقدام به تاریخ بدل نه کړی او قدس به هماغه راز د فلسطین هیواد پلازمینه پاتې وی .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، د ا مریکائی صهونیسټی دوامدارو خلاف ورزیو د دوام په وړاندې چُپتیا ، په سیمې کې سوله اوامنیت ګواښی.
په نیواکی فلسطین کې د امریکا دسفیر له خوا دمئ په ۲۲نیټه یو عکس خپور شوی ، چې په هغه کې د الاقصی جومات پر کنډوالې د یهوی معبد جوړ ښودل شوی ، چې د درستو مسلمانانو په تیره بیا د فلسطنیانو دینی احساسات ئې راپارولی او د سختو غبرګونونو لامل شوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي