برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفلسطین ملت د بیرته ستنیدا دحق نومې له لاریونه یو ګام هم شاتګ ونه کړی

د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه روښانه کړې ، دفلسطین ملت به دخپلو حقه حقوقوتر پوره کیدا پورې د بیرته ستنیدا دحق نومې له لاریونه یو ګام هم شاتګ ونه کړی.


هغه زیاته کړې ،دفلسطین ملت دغزې تړانګې په پولو کې دبیرته ستنیدا دحق په سوله ایز پرتمین لاریون کې په ګډون سره داسلامی امت یو نوی تاریخ نندارې ته وړاندې کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې پرون په پنځمې جمعې ورځې هم د دغه سوله ایز اوولولناک لاریون پر ګډون کونکو یو ځل بیا وحشی صهونیسټی رژیم پوځیانو ناتار جوړ کړی او په ړندو ډزو کې درې فلسطینان شهیدان او څه دپاسه شپږ سوه نور هم ټپیان کړی دی چې ممکنه ده د پرونیو شهیدانو شمیر نوره هم زیات شی .خو په دغه لاریون کې دښځو اوماشومانو پشمول درستو ګډونکونکوکلک هوډ کړی ، چې دخپلو حقوقو دترلاسه کولو پورې به خپلو سوله ایزو چغو ته دوام ورکړی اوهیڅکله به هم د وحشی ډوله صهونیسټانو له دړکو ویره و نه لری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array