برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفرانسې پولیسو په مظاهره چیانوکی د زهرجنو ګازونه کارول

د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې د کارګر (Labour Day)دنړیوالې ورځې مظاهرې تاوتریخجنې شوې او مظاهره چیانو څو ګاډی وسوزول او پیټرول بمونه یې وغورځول . دغه مظاهرې پرون د پاریس له باستیل میدان پیل شوې او کابو دولس سوه(۱۲۰۰) مظاهره چیانو ماسکونه اچولی وو .


د فرانسې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوبو شیندونکو ګاډو او اوښلنو ګازونو استفاده وکړه .

دایران دراډیو او دټیلی ویژن ادارې صداوسیما دخبری ډلې غړی چې د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون دسیاستونو پرضد د اعتراض کونکو او د کارګر دنړیوالې ورځې مظاهرو ته یې پوښښ ورکاوه په مظاهره چیانو د پولیسو دحملې له کبله ژوبل شول او روغتون ته یوړل شول .
دایران د راډیو او ټیلی ویژن ادارې یو عکاس توحیدیان په سر د پلاسټیک د مرمې د لګیدا له کبله سخت ژوبل شوی او بې هوشه دی .
دایران بل خبریال شهسوار حسینی هم د فرانسې دبلوا ضد دپولیسولخوا د زهر جن ګاز له کبله ژوبل شوی او روغتون ته وړل شوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي