برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعراق امنتی او مځکنۍ بشپړتیا د ترکیې دسیاست اساس دی

آریانانیوز: دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او دعراق ولسمشر برهم صالح په انقره کې له لیدوکاتو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې دعراق دامنیت او مځکنۍ بشپړتیا پر ساتلو او دترهه ګرو له سپیرۀ وجوده د دغه هیواد دبشپړپاکولو لپاره دهلوځلو په دوام ټینګار کړی دی.



دترکیې ولسمشر په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ټینګار کړی ، په عراق کې د امنیت اوثبات دټینګیدا او دمځکنۍ بشپړتیا او سیاسی اتحاد د دغه هیوادپه وړاندې د ترکیې دسیاست اساس دی .
دترکیې ولسمشر همدرااز له عراق سره د تجارتی مبادلاتو داندازې له زیاتولو سره د خپل هیواد دګروهنې په څرګندولو سره زیاته کړې ، ترکیه د دواړو هیوادونو د تجارتی مبادلاتو ارزښت له اوسنۍ شپاړس میلیارډالری ا ندازې په کال کې تر شل میلیارډ ډالرو پورې درسولو غوښتونکې ده .
اردوغان په عراق کې د کنډواله شوو بیخ بینائی تاسیساتو او نورو ځایونو له بیا رغاونې سره د مرستې لپاره دترکیې چمتووالی هم اعلان کړ .
دعراق ولسمشر هم په دغه خبری کنفرانس کې وئیلی دی،بغداد په عراق کې له ترهه ګرۍ دپاکو شوو سیمو په بیارغاونې کې دترکیې دګډون تود هرکلی کوی .
برهم صالح پرون دیوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې د سیمې د ترټولو مهمو بدلونونو او دوواړخیزو اړیکو په باب دترکیې له لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره انقرې ته تللی دی .

شریک یي کړئ!