برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعافيه صديقي له خوا عمران خان ته ليک

آریانانیوز: په امريکايي کې زندانۍ پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقي ددې هيواد لومړي وزير عمران خان څخه د هغې خلاصون په اړه د اقدام غوښتنه کړې.



عافيه صديقي د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته ليک ليږلی او په کې ليکل شوي چې: سزا يې غير قانوني ده او بايد په خلاصون کې يې مرسته وشي.
عافيه صديقي دا ليک تيره مياشت د امريکا په هيوسټن ايالت کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکو ته هغه وخت وسپاره، کله چې هغوی د عافيه صديقي ملاقات ته ورغلي وو.
عافيه صديقي ويلي دي چې عمران خان پخوا هم زما ملاتړ کړی دی او اوس هم بايد له زندان څخه د خلاصون په اړه له ماسره مرسته وکړي، هغه زياتوي چې دا په ناقانونه توګه په زندان کې شپې تيروي او وايي چې اختطاف شوې ده او بيا امريکايانو ته سپارل شوې ده.
عافيه صديقي په دې ليک کې عمران خان خپل اتل ياد کړی دی او په ليک کې يې ورته ويلي دي چې د شاوخوا منافقانو منافقت ته ويښ اوسي؛ خو دا نه ده څرګنده شوې چې له منافقانو څخه دعافيې صديقې هدف څوک وو.
عافيه صديقي په ۲۰۰۳ زيږديز کال د مارچ په ۳۰ مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په يو ټيکسي کې له خپلو دریو بچيانو سره سفر کاوه د نامعلومو کسانو له لوري نيول شوې وه او تر نږدې يوې مياشتې يې معلومات نه و.
له يوې مياشتې وروسته امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې نوموړې يې د تروريزم په تور نيولې ده.
د عافيه صديقې د خلاصون په اړه تر دې وړاندې هم د هغې کورنۍ اوعامو پاکستانيانو غږ پورته کړی دی خو پاکستاني چارواکو يې په اړه کوم ګام نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي