برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دصهيونېسټ رژيم سره تعلقات عادي کول د فلسطيني ملت په آرمانونود خنجر ګوزار دے

آریانانیوز: د فلسطين د حماس غورځنګ يو چارواکي وويل: له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو لپاره د ځينو عربو هېوادونو شوق د فلسطين د ملت د ارمانونو په شا د خجر ګوزار دے.



خليل الحيه چې د د فلسطينيانو د ستنېدو د حق د دوه دېرشمې جُمعې په سترو مظاهرو کښې موجود ؤ د العالم له خبريال سره په مرکه کښې وويل، له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو عادي کول په داسې حال کښې دي چې د فلسطين ملت لا خپل روا حقوق نه دي ترلاسه کړي او دا چار د فلسطين په ملت او د هغوي په ارمانونو باندې له شا نه د خجر ګوزار دے.
د حماس دغه لوړ رتبه چارواکي له عربي او اسلامي حکومتونو او ملتونو او همدارنګ له فلسطيني ګوندونو او ډلو وغوښتل چې له صهيونېسټي دښمن سره د تعلقاتو د عادي کولو لپاره د ځينو هېوادونو د شوق په مقابل کښې دې په پوره قوت سره ټينګ اودريږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي