برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دصهونیسټی نیواکګرۍپه وړاندې دفلسطینی ملت ملاتړ

آریانانیوز: د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل پرون په اسلام اباد کې په خبری ناستې کې دصهیونیسټی رژیم دپه رسمیّت پیژندنې لپاره ددغه هیواد دپه دریځونو کې د هرډول بدلون په ردولو سره وئیلی دی ، ددغه نیواکګر رژیم په وړاندې د پاکستان سیاست روښانه دی ،
ځکه مونږ تل دفلسطین له مطلوم ملته ملاتړ کوو او هیڅکله هم اسرائیل په رسمیّت نه پیژنو
پاکستان له صهونیسټ رژیم سریه هیڅ ډیپلوماټیکې اړیکې نه لری او دا رژیم په رسمیّت نه پیژنی
د پاکستان ځینی سیاسی فعالانو په همداوروستیو کې سپارښتنې کړی ، اسلام اباد باید دکشمیر دشخړې او دهند او پاکستان دتاؤتریخوالو په مقابل کې د عربانو له چپتیاسره دمقابلې لپاره له تل ابیب سره اړیکې ټینګې کړی
دا په داسې حال کې دی چې دمتحده عربی اماراتو او بحرین په څیر د پاکستان ښه عربو انډیوالو واکوالانو په همداوروستیو کې ددې په ځای چې دکشمیر د شخړې په اړه د پاکستان ملاتړ وکړی ، دهندوستان لومړی وزیر ته ئې دسفر رسمی بلنه و رکړې او مودی سرکار ته ئې په داسې حال کې د امن ملی ایوارډونه ډالۍکړی چې وئیل کیږی، د هندی لومړی وزیر لاسونه د زرګونو مظلومو کشمیری مسلمانانو په وینو رنګین دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي