برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسیمې بدلونونه دمقاومتی چورلیز په ګټه

دیوراپورله مخی دلبنان دحزب ا… ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصرا…. پرون پخپلې یوې وینا کې دسیمې اوسنی بدلونونه ، د مقاومت د چورلیز په ګټه وبلل او وې وئیل ، ځینی کسان شته چې دسیمې له حالاتو په ناسمو استفادو پسې دی ، چې باید له دغو اقداماتو لاس په سر شی .
دلبنان د حزب ا…. ولسی غورځنګ عمومی منشی دسورئې بدلونونو ا و په دغه هیواد کې د ترهه ګرو سپیرو ماتو ته په اشارې سره ووئیل ، دسورئې بحران ، ددرستې سیمې او د هغې دراتلونکی جنګ دی او اوس دسورئې په جنوب کې دترهه ګرو ډلو د دړې وړې کیدا نښې نښانې په رابرسیره کیدا دی .
هغه همداراز خپل هیواد ته دسوریاوالو کډوالو پخپلې خوښې او کرارې ستنیدا غوښتنه وکړه او وې وئیل حزب ا… غورځنګ په موضوع کې بشپړ مرستې ته تیار دی .
سید حسن نصر ا… دسورئې په پولې کې د عراق د په مقاومتی ډلو هوائی حملو ته په اشارې سره ووئیل ، دعراق اوسورئې په پولې کې د مقاومت ډلو باندې حملو ته باید کلک ځواب ورکړل شی .
سید حسن نصر ا… دخپلې وینا پّه دوام کې له ایران سره له نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو په باب هم ووئیل ، له دغې نړیوالې موافقې دامریکا وتل ،دایران ګواښل اوپه ضد ئې بندیزونه، دا ټول د د امریکا د :پیړۍ دمعاملې : دپلان لپاره دی چې موخه ئې دفلسطین له موضوع سره حساب خلاصول دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي