برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حزب الله په الحديده روغتون د سعودي حمله وغندله

آریانانیوز: د لبنان حزب الله نن په يوې بيانيه کښې په الحديده ښار کښې په الثوره روغتون او د کبانو په بازار باندې په حمله کښې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه جنايت سخت وغندۀ.


د لبنان حزب الله په دغه بيانيه کښې د سعودي ائتلاف لخوا په روغتون او بيمارانو باندې حمله وحشتناکه او د مقاومت په وړاندې د دغه ائتلاف  اخلاقي ذوال او ماتې وبلله او د نړۍ له ازادو ملتونو ، ملګرو ملتو او د بشري حقوقو له ټولنو يې وغوښتل چې د دغه اقدام په غندلو سره  دې د هغه د عاملينو په وړاندې کلک اودريږي.
د سرۀ صليب نړيوالې کمېټۍ هم په الحديده ښار د سعودي ائتلاف د حملو سلسله وغندله او د هغې خپارۀ شوي تصويرونه يې وحشتناک وبلل.
همدارنګ ملګرو ملتو هم د يمن د لويديځ د الثوره سيمې په کورونو، روغتون او د کبانو په بازار باندې د سعودي تيريګرو په هوائي حملو کشې د عامه خلقو قتل عام بوږنونکے وبلۀ.
د يمن د الحديده ښار د الثوره سيمې په روغتون او کب خرڅوونکو په بازار د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې ۶۰ عامه وګړي شهيدان او ۱۲۰ نورو هم ژوبل شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي