برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسعودي حکومت امنیتی اواطلاعاتی ځواکونه د حرم شریف امام او خطیب ونیول

آریانانیوز: په ټويټر کې د (معتقلي الراي) یا «د بیان زندانیانو» په نامه پاڼې لیکلي چې سعودي چارواکو د مسجد الحرام امام او خطیب (شیخ صالح آل طالب) نیولی دی.


د شیخ صالح د نیول کیدو لامل د نوموړي هغه خطبه ښودل شوې چې د منکراتو د مخنیوي په موضوع یې وړاندې کړې وه.
هغه په خپلې یوې وروستۍ خطبه کې ویلي و چې د هغه چا مخنیوی واجب دي چې منکرات ترسره کوي. شیخ صالح په دې خطبه کې «مستبدو ظالمانو» ته ښیراوې هم کړې وې.
سعودي حقوقي فعال (یحیی عسیري) د نوموړي امام د نیول کیدو خبر سم ګڼي او زیاتوي چې سعودي چارواکي د هر هغه چا د نیولو هڅه کوي چې ولسي محبوبیت یې په زیاتیدو وي او احتمال لري په راتلونکي کې د حکومت کړنې نقد کړي.
د شیخ صالح آل طالب نیول کیدو د ټولنیزو رسنیو فعالانو بېلابېل غبرګونونه راپارولی او دا یې د حکومت لخوا د دیني علماوو د غږ زندۍ کول بللي.
سعودي حکومت په تېرو څو میاشتو کې لسګونه دیني عالمان د تورو تمبو شا ته اچولي، خو تر اوسه یې د نیولو او د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.
ویل کیږي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې د دیني علماوو شمېر زرګونو ته رسیږي، چې ځینې یې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي. سعودي چارواکو یوازې په تېر یوه کال کې ۸۰ تنه عالمان، داعیان او دیني شخصیتونه، چې د حکومت وروستي سیاستونه یې نه تاییدول، زندان ته اچولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي