برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دبحرین په ښارونو کې د سوله ایزو مظاهره چیانو اوپولیسو ترمینځ تاؤتریخوالی

دیوراپوپراساس دبحرین د پلازمینې منامې پشمول د دغه هیواد په ځینو ښآرونو کې د دغه هیواد ا نقلابی ولس یو ځل بیا دځپل روحانی اومبارز مشر شیخ عیسی قاسم دکور دکلابند کیدا دکلیزې په مناسبت سوله ایز لاریونونه او اعتراضونه کړی، چې وئیل کیږی په منامې کې دغه کرار لاریونونه دپولیسو په لاسوهنې سره تاؤتریخجن شوی دی .
راپور ښئ د شیخ عیسی قاسم د کو رپه وړاندې د انقلابی ولس دپرلتۍ وهنې او په دغې سیمې د آل خلیفه رژیم د تالی څټو مامورانو دیرغل دکلیزې په مناسبت دشیخ عیسی قاسم دکور شاوخوا الدراز سیمې کې اعتراض کونکی سلګونو کسانو مظاهره کړې او له خپل روحانی اومبارز مشر ئې یو ځل بیا ملاتړ نندارې ټه وړاندې کړی دی . دغه راز په نورو بیلابیلو سیمو کې هم په سلګونو کسان واټونو ته ووتل او په شعارونو ورکولو او د خپلو حقه حقوقو په غوښتلو سره ئې د خپلو سوله ایزو اعتراضونو او مظاهرو پر دوام ټینګار کړی او وئیلی ئې دی ،ترڅو ئې چې خپل حقه حقوق اوسیاسی اصلاحات نه وی ترلاسه کړی ، خپلو دغو اعتراضونو او مظاهرو ته به دوام ورکړی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي