برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دبحرین سیاسي ګوندونو او خلکو فرمایشي انتخابات بایکاټ کړل

آریانانیوز: دبحرین د ترټولو ستر سیاسی ګوند جمعیت اسلامی الوفاق مرستیال شیخ حسین الدیهی بیګا په دې خبرې ټینګار سره چې ددغه هیواد دپارلمان او د ښاروالیو انتخابات روا والی نلری وویل دغه انتخابات په غیر قانونی ډول ترسره شوی دی .


هغه وویل دبشری حقوقو ډیرې موسسې او نړیولې ډلې باوری دی چې د بحرین انتخابات قانونی نه دی .
د وفاق ګوند مرستیال وویل د ال خلیفه رژیم چارواکی د داخلی رسنیو تر دباو لاندې راوستلو او محدود کولو سره په دغو انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون داندازې په اړه د حقایقو دبیانولو مخه نیسی .
هغه وویل ال خلیفه رژیم د بحرین له ملت څخه له څپیړې خوړلو وروسته د هیواد دخلکو د ملی ارادې په کمزوری کولو کښې هم ماتی خوړلی ده .
دبحرین د پارلمان او د ښاروالیو انتخابات پرون وشول او سیاسی ګوندونو او خلکو دغه فرمایشی انتخابات بایکاټ کړی وو .
ډیرو څارونکو دبحرین د انتخاباتو نتیجې له مخکې څخه ټاکل شوی بللی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي