برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دا کار هېڅکله مسلمانانو ته د زغملو وړ نه دی.

آریانانیوز: د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ويلي، چې غربي هېوادونه د بيان د ازادۍ په نوم داسې کارونه کوي، چې د مسلمانانو زړونه پرې ازاروي او په وينا يې دا کار هېڅکله مسلمانانو ته د زغملو وړ نه دی.


د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د توهينوونکو کارټونونو موضوع به په ملګرو ملتونو کې راپورته کړي او هڅه به وکړي، چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس هم په دې اړه ګډ دريځ ونيسي.
عمران خان تېره ورځ د پاکستان مشرانو جرګې ته دغه وينا وکړه او مشرانو جرګې د رايو اتفاق د هالنډي کارټونيسټ له لوري د توهينوونکي کارټون پر ضد قرارداد تصويب کړ.
د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې په غرب کې ډېر لږ خلک په دې پوهيږي، چې مسلمانان له خپل پيغمبر عليه السلام سره څومره مينه لري.
دی وايي، چې دغه موضوع به په ملګرو ملتونو کې هم راپورته کړي، خو ښه چاره يې دا ده، چې د ملګرو ملتونو له غونډې وړاندې د اسلامي هېوادونو ګډ کنفرانس هم په دې اړه ګډ دريځ اعلان کړي.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، چې دی تر اوسه په دې نه پوهيږي، چې د اسلامي نړۍ واکمنانو تر اوسه ولې د دغه ډول ناوړه کړنو پر وړاندې څه نه دي کړي. د دغه ډول کړنو له امله د مسلمانانو زړونه ځوريږي؛ څرنګه چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د یهودانو د عام وژنې په اړه د یهودانو زړونه خفه کيږي، د مسلمانانو خفګان تر دې هم زيات دی.
وړمه ورځ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هالنډ شارزدافېر ورغوښتی و او د توهينوونکو کارټونونو پر ضد يې ورته خپل احتجاج کړی و.

شریک یي کړئ!