برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان دشخړې یوازینۍ حل لاره خبرې اترې ده

آریانانیوز: دپاکستان لومړی وزیر په افغانستان کې دجنګ جګړو دختمولو لپاره له سیاسی حل لارې داسلام اباد دملاتړ په اعلانولو سره وئیلی دی ، په دغه هیواد کې د جنګ اوشخړو دپای یوازینه لاره خبرې اترې دی.


عمران خان پرون په اسلام اباد کې دامریکا له پخوانی سفیر کامرون مونټر سره په کتنې کې د افغانستان دسولې دخبرواترو له بهیره دپاکستان په بشپړ ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ .
وئیل کیږی ، په دغو خبرو اترو کې د دوواړخیزو اړیکو او دغه راز پر سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو هم خبرې اترې شوی دی .
ټاکل شوې وه چې دافغانستان دسولې په چارو کې امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم پرون اسلام اباد ته ورشی خو دنامعلومو دلیلونو په علت دغه سفر تر نن پورې ځنډول شوی دی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم له دې مخکې ډاډ ورکړی ، چې داسلام اباد حکومت دافغانستان دجنګ اووینې بهیدا دختمولو لپاره د افغانستان له ولس سره دمرستې لپاره درست لازم اقدامات او مرستو ته دوام ورکوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي