برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

حماس: له بندیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستل جنګي جنایت دی

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي په یوه بیانیه کښې له بندیانو څخه د انساني سپر په توګه د استفادې په اړه د صهیونیسټي رژیم اقدام جنګي جنایت وباله.


د فلسطین د سما خبري اژانس د راپور له مخې عزت الرشق زیاته کړه: د غزې په تړانګه کښې د خپلو ترهه ګرو عملیاتو په لړ کښې د صهیونیسټي رژيم او د نازي پوځیانو له خوا له فلسطینی بندیانو څخه د انساني سپر په توګه استفاده په هر لحاظ یو جنایت او د جګړې له قوانینو او د بندیانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د ټولو نړیوالو قوانینو، کنوانسیونونو او تړونونو له پامه غورځول دي.

هغه وویل: دا اقدام د صهیونیسټی دښمن لخوا د نازیانو په توقیف ځایونو کښې د فلسطینی بندیانو په خلاف یو بل جنایت دی چې په دې کې د خوراک نه ورکول، سپکاوی او شکنجې، په تداوی کښې عمدی غفلت، د خوړو او درملو نه محرومیت، د لاسونو او پښو ماتول، تدریجي قتل، او په میداني ډول اعدامونه شامل دي.

د حماس دغه جګپوړي غړي زیاته کړه: موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دغه جنایت وغندي او د عدالت نړیوالې محکمې څخه غوښتنه کوو چې د صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایتونو په دوسیه کښې چې د غاصب رژیم د مشرانو محاکمه روانه ده، له بندیانو څخه د انساني سپر په توګه د استفادې جرم شامل کړي.

شریک یي کړئ!