برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حماس غورځنګ د بیرته دستنیدا په حق ټینګار وکړ

د فلسطین دحماس غورځنګ نامتو غړی یحیی السنوار له المیادین ټیلی ویژن سره په مرک کښې د غزې تړانګې د کلابندۍ تر ختمیدا پورې د بیرته دستنیدا د حق د لاریون په دوام ټینګار سره وویل د بیرته دستنیدا د حق د مظاهرو په چوکاټ کښې د فلسطینیانو خوځښتونه د فلسطینی ډلو له یوشان نظر څخه برخور دی چې تراوسه یې یوشمیر هدفونه محقق کړی هم دی.



هغه وویل دفلسطین ملت د اوسنیو شرایطو په نظر کښې نیولو سره سوله ایز تحرک او د ولسی مقاومت ستراتیژۍ غوره کړی ده خو دا له نورو لارو د لاس د اخیستلو په معنا نه ده .
د حماس غوځنګ دغه نامتو غړی د فلسطین د مقاومت د مشرانو پرضد دصهیونیسټ رژیم د ګواښونو په اړه هم وویل د فلسطینی مشرانو وینه له هیڅ شهید څخه چې ځان یې د وطن او د سپڅلتیاو په لاره کښې قربان کړی دی ارزښمنه نه ده .
السنوار د بیرته دستنیدا دحق د مظاهرو او د خوځښتونو د بندولو لپاره د مصر او دحماس غورځنګ ترمینځ هرډول موافقه رد کړه او ویې ویل دغه خوځښتونه به د فلسطین دملت د هدفونو چې په سر کښې یې دغزې تړانګې همیشنی لغوه کیدل دی تر کامل تحقق پورې دوام ولری .
د فلسطین د حماس غورځنګ دغه نامتوغړی یحیی السنوار دغه راز له ایران سره د حماس د اړیکو په اړه هم ټینګار وکړ دغه اړیکې تودې او دقدرت په اوج کښې دی او ایران په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم له یوپنځوس(۵۱) ورځنی تیری په وروسته کلونو کښې له مقاومت سره هرډول وسله او د پوځی سلاکارانو په سویه مرستې کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي