برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حماس او فتح ترمینځ موافقه

آریانانیوز: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم سهار وختي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي غزې تړانګې ته د فتح غورځنګ د مرکزي کمیټې د دوو لوړپوړو مسئولانو اسماعیل جبر او روحي فتوح له پروني سفره وروسته له نورو فلسطینیو ډلو سره د پنځه اړخیې ناستې د ترسره کیدا لپاره د حماس او فتح غورخنګونو ترمینځ موافقه شوې ده .
د فتح غورځنګ ویندوي آییاد نصر هم غزې ته ددغه غورځنګ د مشرانو دسفر موخه دغزې تړانګې په لارې کې د خنډونو لیرې کول او د حماس له مشرانو سره خبرې اترې بللي او وئيلي ئې دي د فلسطین ملت او مبارزې ډلې باید سره متحدې شي او د فلسطین دموضوع په ضد له موجوده چیلنجونو سره د مقابلې لپاره ګډې لارې چارې پر مخ بوځي .
د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د پيړۍ د معاملې د مخکتنې سپير اقدام د فلسطین ددرست ولس او دنړۍد ډيرو هیوادونو له سختو اعتراضونو او مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي