برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حافظ سعید و نیول شوی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د پاکستان د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د دغه هېواد د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ځواکونو له خوا نیول شوی دی.



د پاکستاني رسنیو له قوله، حافظ سعید نن چهارشنبه د لاهور–ګوجرانواله پر لویه لاره د ناڅرګندو دلایلوله کبله نیول شوی دی.
حافظ سعید په ۲۰۰۸ کال د هند په ممبۍ کې د ترهګرو بریدونو په ترسره کولو تورن دی. ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند ممبۍ ښار کې له بمي چاودونو وروسته پر جماعت الدعوۃ بندیزونه ولګول.
حافظ سعید د لشکر طیبه نومي ترهګرې ډلې موسس بلل کېږي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې جګړه کوي او د دغې ډلې پر ځینو نورو مشرانو هم له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو په تړاو تورونه پورې دي.
په ۲۰۱۴ کال امریکا جماعت الدعوه د ترهګرو ډلو نوملړ ته واچوله او پر هغې یې مالي بندیزونه ولګول او د حافظ سعید په باب د مالوماتو ورکوونکي ته یې د لس میلیونه ډالرو انعام ورکولو اعلان وکړ
وروسته له هغه پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه په ګډون د هغو ټولو تنظیمونو شتمنۍ یې کنګل کړې دي چې ملګرو ملتونو بندیزونه پرې لګولي دي.
ویل کیږي چې پاکستانحافظ سعید د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ د جرمونو له کبله نیولی دی، ځکه چې د تورو پیسو مينځلو او له ترهګرو سره د مالي مرستو څارونکې نړېوالې ادارې ( اېف اې ټي اېف) پاکستان په خړ لیست کې اچولی دی او ټاکل شوې دغه اداره د روان کال په اکټوبر میاشت کې بله ارزونه وکړي چې ایا پاکستان له خړ ليست څخه تور ليست ته واچوي او کنه.
ویل کیږي پاکستان غواړي د حافظ سعید په نیولو د اېف اې ټي اېف له خړ لیست نه ځان وباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي