برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

جان بولټن یی له خپل دندې نه لېرې کړ

آریانانیوز: ټرمپ وایي چې نور په سپینې ماڼۍ کې د بولټن خدمت ته ضرورت نشته او د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره موافق نه و.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ دسپتمبر۱۰ په خپل ټویټر کې ولیکل:”ما تېره شپه جان بولټن ته وویل چې نور نو په سپینې ماڼۍ کې ستا خدمت ته اړتیا نشته. زه د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره کلک مخالف وم. ما هغه ته وویل چې استعفا وکړي او هغه دا کار وکړ
ټرمپ د جان بولټن د خدمت او کار مننه کړې ده. ښاغلي ټرمپ دا نه دي ویلي چې د ښاغلي بولټن د کومو وړاندیزونو سره یې مخالفت درلوده
جان بولټن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “ما تېره شپه استعفا وړاندې کړه او ولسمشر ټرمپ وویل: په دې اړه به سبا خبرې وکړو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي