برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تونسي عالم: اسلامي امت د سعودي فتواګانو تباه کړ

د تونس هیواد مشهور عالم (شیخ بشیر بن حسن) وايي چې په تېرو څو لسیزو کې د سعودي عربستان د رسمي دیني مراجعو فتواګانې د اسلامي امت د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځیدلي.



هغه په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د سعودي واکمن په اخوان المسلمین د ترهګرۍ تور لګوي او اروپایان ترې ډاروي. خو په وینا یې، حال دا چې ترهګري د سعودي او د هغه د علماوو له فتواګانو زیږیدلې پدیده ده.
شیخ بشیر د حرمین شریفین خاوره تر «اشغال» لاندې بللې او زیاته کړې يې ده چې «هر څوک زمونږ دواړه قبلې تر اشغال لاندې نه ګڼي، هغه هم شرعا او هم عملا جاهل دی».
نوموړي تونسي عالم زیاته کړې:
«لومړنۍ قبله بیت المقدس مو د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده، اما دوهمه قبله مو د عربو اسرائیلو اشغال کړې. د دواړو قبلو ازادي په مونږ ټولو باندې واجب ده».
شیخ بشیر بن حسن د مثال په توګه د سعودي علماوو څو هغه فتواګانې ذکر کړي، چې په وینا یې په تېرو څو لسیزو کې د اسلامي امت ترمینځ د اختلاف او فتنې لامل ګرځیدلي.
هغه زیاتوي: «د بې لمانځه کس د تکفیر فتوی ډیرې فتنې وزیږولې. همدا راز د اسماء او صفاتو په مفهوم کې په مخالفینو باندې د بدعتیانو حکم، چې باید تعلق ورسره قطع او آن ووژل شي».
نوموړی عالم وايي چې د سعودي درباري علماوو د عراق په پخواني ولسمشر صدام حسین او د هغه په ګوند د کفر فتوی صادره کړه او «بیا یې د همدې فتوی په رڼا کې له امریکا نه مرسته اخیستل جایز وبلل او عراق یې په امریکایانو وران او ویجاړ کړ».
شیخ بشیر بن حسن، د اسلامي امت د «تباه کوونکو فتواګانو» په لړ کې زیاتوي: «که د چا پایڅې په ناپامۍ هم له ښنګرو ټیټې وي تر سختې رټنې او غندنې لاندې راځي، د ولاء او براء په مسئله کې غلو کوي او په خلکو کې د تشدد او نفرت مفکورې ته لمن وهي».
یاد تونسي عالم وايي، سعودي علماء د هغه چا په خلاف د ګمراهۍ فتوی ورکوي چې له واکمنو سره همنظره نه وي، دغه راز یې «توحید» یوازې په خپلې شخصي عقیده او هیواد کې منحصر کړی او داسې ښيي چې ګویا له دوی پرته نور مسلمانان «مشرکان» دي.
د هغه په وینا، د سعودي مفتیانو د شرعي نصوصو دایره تر دې حده راتنګه کړې چې په فتواګانو کې نه ځمکني حقائق په نظر کې نیسي او نه د شرعي احکامو مقاصدو ته پام کوي، بلکې وچ په ظاهر پسې نښتي وي.
شیخ بشیر بن حسن یو له هغو علماوو دی چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په یوې مدرسې يې وروستی بمبار په کلکه غندلی او د حرم شریف امام (عبدالرحمن سدیس) یې راننګولی و، چې د جمعې په خطبه کې د کندز عام وژنه وغندي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي