برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ترکیې د حماس په اړه د صهیونیسټ رژیم غوښتنه ونه منله

آریانانیوز: ترکیې له خپلې خاورې د حماس غورځنګ د مشرانو د ویستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم له غوښتنې سره مخالفت وکړ.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل: انقرې د حماس د غورځنګ د مشرانو چې په ترکیه کې اوسیږي د ایستلو لپاره د اسراییلو غوښتنه رد کړې ده.

چاوش اوغلو د ترکیې د پارلمان په غونډه کې اعلان وکړ: موږ د حماس غورځنګ په اړه د اسرائیلو هېڅ غوښتنه نه ده منلې، ځکه زموږ په اند حماس یوه ترهګره ډله نه ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ تل د حماس او فتح تر منځ د اتحاد لپاره هلې ځلې کوو.

د اسراییلو د جګړې وزیر بیني ګانتز انقرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه وغوښتل چې د حماس غورځنګ مشران چې په ترکیه کې میشت دي له دې هیواد څخه وباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي