برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکانو! خپل ډالر او يورو په «لېره» تبادله کړئ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ترکانو غوښتنه وکړه چې خپل ډالر او يورو دې په لېره يا د ترکيې په پولي واحد تبادله کړي.


د دې کار هدف د ده په خبره د اسعارو د تبادلې د بهرنيو توطئو په وړاندې د لېرې د ارزښت لوړول دي.
اردوغان پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په ختيځ ښار ارز-روم کې د خلکو يوې لويې ډلې ته په خبرو کې وويل:
“هغو وروڼو چې تر خپلو بالښتونو لاندې ډالر يا يورو لرئ، لاړ شئ او خپلې پيسې په لېرې تبادله کړئ. موږ به دا توطئه په ګډه شنډوو.
دا وينا د ترکيې د پارلماني او ولسمشرۍ انتخاباتو په لړ کې د انتخاباتي غونډو يوه برخه وه.
په پام کې ده په ترکيه کې دغه انتخابات د جون پر ٢٤ مه وشي.
تېره مياشت د امريکايي ډالرو په وړاندې د لېرې ارزښت ١٦ فيصده ولوېد.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي