برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بې شکه دمظلوم فلسطین د نجات او د میړنی او سرلوړی یوازینۍ لاره مبارزه او مقاومت دی

دایران داسلامی انقلاب لارښود آیت ا... سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری.



آیت ا… خامنه ای له فلسطین او دهغه له مجاهدانو په بشپړ ملاتړ کې دایران داسلامی جمهوریت پر همیشنیو دریځونو په ټینګار سره د فلسطین د موضوع حل ، له غاصیب رژیم او دهغه له ملاتړو سره دمبارزې سختول او په اسلامی نړۍ کې دمقاوم او مبارز لوری پیاوړتیا وبلله .
آیت ا… سید علی خامنه ای د دغه لیک په ځواب کې روښانه کړې ، بې شکه دمظلوم فلسطین د نجات او د میړنی او سرلوړی ملت ته د اوښتو ټپونو د درملنې یوازینۍ لاره مبارزه او مقاومت دی .
دوی دغه راز ټینګار کړی ، د اسلامی امت دسترو چیلنجونو ، دسیمې دځینو عربو هیوادونو د خیانت او نفاق او له سترې شیطانې امریکا د هغوی په پیروۍ کې دهغوی له خباثته د ډکو دسیسو او دغه راز د دښمن د جنایتونو اوظلمونو په وړاندې د لومړنۍ کرښې د مبارزانو په توګه د فلسطینیانو دمجاهدات په باب د اسماعیل هنیه په لیک کې مطرح شوی موضوعګانې مونږ تائیدوو او مونږ له تاسو هر ډول مرسته او پشتیبانی خپله دنده ګڼو .
دایران داسلامی انقلاب لارښود دغه راز جوته کړې ، نن سبا دسالامی امت لپاره اقتدار او عزت بیرته ترلاسه کول ، د استکبار او دهغو د خبیثو نقشو په وړاندې له مقاومت سره تړلی دی، او د فلسطین موضوع، داستکبار په مقابل کې د درستو نړیوالو اسلامی موضوعګانو په سر کې ده.
آیت ا… خامنه ای همداراز ټینګار کړی ، په اسلامی او عربی هیوادونو کې ملتونه په تیره بیا میړنی ځوانان او هم هغه حکومتونه چې د فلسطین د موضوع په نسبت مسئولیّتونه احساسوی ، باید دغه ستره دنده په بشپړ ډول جدی وګڼی او په مدبّرانه او حماسی مجاهدت او هلوځلو سره دښمن د زوال په لور شاتګ ته اړباسی .
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه څه موده مخکې دایران داسلامی انقلاب لارښود ته په یوه لیک کې ، د اسلامی مقاومت د کلا په توګه د غزې د نسکوریدا او د نیواکګر رژیم په ضد دمبارزې دختمولو او دغه راز له د غه جنایتکار رژیم سره دسیمې د ا ړونده واکوالانو داړیکو عادی کیدا په موخې سره دقدس او دفلسطین دمظلوم ملت په ضد د استکبار د سترې دسیسې اړخونو ته په اشارې سره داسلامی مقاومت له غورځنګ حماسڅخه دایران داسلامی انقلاب لارښود اود ایران دملت دملاتړونو قدرونه کړې وه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي