برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

برطانوي وزيراعظمې د چټی تورونو په تکرارولو سره روسیه سخته وګواښله

د برطانيې حکومت ادعا کوي ، روسیه په برطانيه کښې د روسیې د پخوانی جاسوس سرګئ سکریپل د مسموم کولو مسئوله ده او په همدې چوکاټ کې ئې د ماسکو په خلاف سخت اقدامات غوره کړی دی.

د انګریز حکومت یو انټرنیټی سایټ راپور ورکړی،برطانوي وزیراعظمې ترزامی د بشری حقوقو د خلاف ورزیو او همدارنګ د برطانوي ښاریزو د امنیت د ګواښلو په باب د روسیې په ضد د چټی تورونو په تکرارولو سره د هیواد په داخل او بهرکې له غلیمانه فعالیتونو سره دمقابلې او د روسیې د شتمنیو د تړلو په څیر په اقداماتو سره، د روسیې د حکومت د سزا کولو لپاره د جدی فیصلو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې دی، چې د روسیې دفیډریشن د شورا مشر والنتینا ماتوینکو له دې مخکې وئیلی ، د انګریزانو لمسونکی ا قدامات د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په خاطر دی. ټاکل شوې ده، د روسیې دولسمشرۍ انتخابات د روان مارچ میاشت په اتلسمه نیټه ترسره شی .

د روسیې دفیډریشن د شورا مشر همداراز وئیلی دی، د بریتانیائی حکومت بې شرمه اولمسونکی ا قدام ، په کمزوری سناریو سره لیکل شوی او د روسیې دولسمشرۍ د انتخاباتو درانزدیکیدا له امله او نړیوالې ټولنې ته د دغه هیواد منفی ا نځور د وړاندې کولو په موخې سره شوی دی .

دانګلستان حکومت مدعی دی، روسیه په برتانیا کې د روسیې دپخوانی جاسوس سرګئ سکریپل د مسموم کولو مسئوله ده او په همدې چوکاټ کې ئې د ماسکو په ضد سخت اقدامات غوره کړی دی .

شریک یي کړئ!