برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکايي ائتلاف په سوریه کې

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د امریکې تر قومندانۍ لاندې د تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو پرون په یو نوي جنایت کښې د سوریې د ختیځ په دیر الزور ولایت کښې الرز نومې کلی بمباري کړ.



د امریکې تر قومندانۍ لاندې د تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو پرون یوځل بیا په خپلې ړندې بمبارۍ کښې د سوریې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل.
د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو په دې وروستیو میاشتو د دیرالزور ولایت مختلفې سیمې بیابیا بمباري کړې دي چې په زیاتره حملو کښې یې ممنوعه فاسفورسي بمونه هم کارولې دي.
د سوریې حکومت په ځلونو د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د لیکونو په ورلیږلو سره له هغوي غوښتي چې په سوریې کښې د امریکايي ائتلاف جنایتونه بند کړي.

شریک یي کړئ!