برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اماراتو ته دپاکستان دمشرانو جرګې دمشر سفر لغوه کیدا

آریانانیوز: د پاکستان دمشرانو جرګې سینا مشر صادق سنجرانی دکشمیر له کړکیچ سره په یوخت متحده عربی اماراتو ته د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی په سفر باندې اعتراض کښې ابوظهبۍ ته خپل رسمی سفر لغوه کړ



د پاکستان دمشرانو جرګې مشر صادق سنجرانی په یوې (۱) بیانیې کښې د کشمیر دخلکو له مقاومت دملاتړ د اعلانولو په ترڅ کښې وویل دکشمیر له کړکیچ سره په یووخت متحده عربی اماراتو ته د مشرانو جرګې د لوړرتبه پلاوی سفر د پاکستان دخلکو د روحیې د کمزوری کیدا او د کشمیر دخلکو د ناهیلۍ سبب کیږی
دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی پرون متحده عربی اماراتو ته په خپل دریم (۳) سفر کښې ددغه هیواد له چارواکو سره کتنې او خبرې وکړې
د هندوستان د ولسی جرګې لوک سبها ( Lok Sabha) لخوا ددغه هیواد تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولو سره د کشمیر دخلکو لپاره شرایط سخت شوی او دغه سیمې ته د هندوانو د مهاجرت او د هندوانو لخوا د کشمیر سیمې دخاور د اخیستلو زمینه برابره شوی ده
د هندوستان د حکومت لخوا دکشمیر د کورواکۍ د لغوه کولو له فیصلی وروسته د پاکستان او دهند ترمینځ تاوتریوالی زیات شوی او ورپسې اسلام اباد دنوی ډیلی له دغه اقدام سره د مخالفت په ترڅ کښې له هندوستان سره خپلې اړیکې کمې کړې

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي