برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیل ته دروسی خبرداری

دیورپوټ له مخی کرملین ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسرائیلو له لومړی وزیر بین یامین نتن یاهوسره په ټیلیفونی تماس کې هغه ته خبرداری ورکړی ، په سیمې کې داړۍ ګړۍ له جوړولو ډډه وکړی او که خپلو دغه شان اقداماتو ته دوام ورکړی ،نو بدې پایلې به ئې ووینی .



په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، دواړو لورو دسورئې په حمص ولایت کې د ټی فور هوائی ډګر باندې د صهونیسټ رژیم د هوائی حملې پشمول د سورئې دموضوع په باب خبرې اترې شوی دی .
په اعلامیې کې وئیل شوی دی ، ولادیمیر پوتین نتن یاهو ته په خطاب کې ټینګار کړی ، دسورئې حاکمیّت ته احترام اساسی اهمیّت لری .
دروسیې ولسمشر په دغو خبرواترو کې له هر هغه اقدامه په ډډه کولو چې د سورئې په حالاتو کې لازیاتې ترینګلتیاؤ او د دغه هیواد د امنیت په ضد دګواښ لامل کیږی ، هم ټینګار کړی دی.
په سیمې په تیرهی بیا په سورئې کې د بې ثباته کونکو ا قداماتو څخه د ډډه کولو په باب نتن یاهو ته د ولادیمیر پوتین خبرداری ، دسورئې په ټی فور هوائی ډګر د صهونیسټ رژیم پر وروستۍ هوائی حملې سربیره ، په سورئې دپوځی حملې په باب دمریکا دولسمشر ډ ونالډ ټرمپ له ګواښ ، په دغې احتمالی حملې کې په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول د تل ابیب له ګډون سره هم ارتباط لری .
داپه داسې حال کې دی چې دروسیې دفاع وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سورئې د هرډول احتمالی حملې دمخنیوی لپاره له سورئې سره د هرډول هوائی او مځکنیو مرستو لپاره د روسیې بشپړ تیاری اعلان کړی او وئیلی ئې دی په هره سویه به د سورئې د حکومت او ملت ملاتړ وکړی . داپه داسې حال کې دی چې د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس هم بیګا ددې پوښتنې پّ ځواب کې چې آیا له کیمیائی وسلو د په استفادې کې د سورئې د حکومت دتورنولو لپاره کافی شواهدلرئ ، وئیلی دی ، تراوسه پورې دخپلو او د مونږ دمتحدانو داطلاعاتو په ارزولو بوخت یوو او په دې موضوع کار کوو او دغه راز په سورئې دحملې ارزول هم په میز کیښودل شوی دی .
له دې سره په یووخت د امریکا دمشرانو جرګې یو نامتو سناتور برنی سنډر هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ، د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سورئې کې د امریکا د پوځی لاسوهنې دزیاتولو لپاره قانونی اختیارات نه لری او دامریکا کانګرس په دغه جنګ کې د دغه هیواد دشتون ټاکونکی دی او کانګرس باید له ځانه د دغه مسئولیّت د سلبولو هڅه ناکامه کړی . همداراز یو شمیر نورو سناتورانو هم د ټرمپ دخپلو ا قداماتو باندې په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، باید د هرډول پوځی اقدام له ترسره کیدا مخکې ډونالډټرمپ له کانګرس اومشرانو جرګې سره مشوره وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي