برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیلي ځواکونو یو فلسطینی وژلی او سلګونه نور ټپیان کړل

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی چې تیره ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د فلسطیني لاریونوالو پر قطارونو اسرایلي ځواکونو برید وکړ چې ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله فلسطینانو د “بیا راګرځیدو“ تر عنوان لاندې د دریمې اونۍ لپاره هم خپل لاریون روان وساته چې په کې لسګونه زره کسانو شرکت کړی و.


لاریونوالو د اسرایلو بیرغ ته اور واچاوو او د یهودي رژیم پرضد یې شعارونه ورکول.
پر لاریونوالو د اسرایلي عسکرو په مخامخ ډزو او د اوښکې بهوونکي ګاز له کبله شاوخوا ۹۶۸ تنه ټپیان او یو تن ووژل شو.
فلسطینیان غواړي په دې لاریونونو سره له اسرایلو غواړي هغه فلسطینیان بیرته ور وګرځوي چې په غصب شوې ځمکه کې میشت دي
دا لاریونونه هرکال په دې شپو ورځو کې کیږي چې فلسطیني ولسونه پکې له اسرائیلو د خپل حق غوښتنه کوي.
کله چې اسرایلي چارواکو په ۱۹۷۶ کال کې د فلسطیني ولسونو اړوند د الجلیل سیمې زرګونه هکتاره ځمکه په خپل کنترول کې راوسته چې فلسطینیانو تر دې اقدام وروسته په غذایي اعتصاب لاس پورې کړ او لوی لاریونونه یې وکړل.
هغه مهال اسرایلي نیواکګرو ځواکونو پر فلسطیني لاریونوالو د «دیرحنا» سیمه کې ډزې وکړې چې ۶ تنه پکې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.
په وروستیو دریو اونیو کې تر ۳۰ ډیر فلسطینیان په دې لاریونونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي