برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اسد عمر دپاکستان د مالیې وزیر دامریکا اقدام وغاند

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر د ایران پرضد دامریکا ظالمانه بندیزونه ناجایز او توپیرناک اقدام وباله .


هغه دایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا په پراخو بایکاټونو نیوکې سره ددغو بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان دمالیې وزیر اسد عمر له ایران سره د دوه (۲)اړخیزه اقتصادی اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل اسلام اباد کولی شی د ایران او دترکیې له لارې له اروپا او نورو هیوادونو سره تجارت وکړی .
اسد عمر زیاته کړه ترکیه او ایران کولای شی د پاکستان له لارې له هند او چین سره تجارت وکړی او ددغه لارې تړال دهیڅ هیواد په ګټه نه ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادی په می میاشتې کښې په یواړخیزه ډول اټومی تړون څخه خپل هیواد وویست او په دوو (۲) پړاونو کښې یې د ایران پرضد اټومی بایکاټونه له سره ولګول .
امریکا نور هیوادونه هم د ایران پرضد د بایکاټونو لپاره له ځان سره دملګری کولو لپاره تر دباو لاندې وروستلی دی خو هغوې د واشنګټن له دغو بندیزونو سره مخالفتونه کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي