آریانانیوز: فرانس پریس آژانس راپورورکړی ، دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د هینګری په پلازمینې بوداپیسټ کې ددغه هیواد له لومړی وزیر ویکټور اوریّن سره په ګډ خبری کنفرانس کې ګواښ کړی ، که اروپائی اتحادیه په ترکیې کې د سوریاوالو کډوالو په باب له انقرې سره مرستې ونه کړی ،نو د اروپا په لور د کډوالو د ورتلو لاره به پرانیزی .
د ترکیې ولسمشر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، خپل هیواد ته دې د سوریاوالو کډوالو د یوې برخې د لیږدولو دپلان ملاتړ وکړی
اردوغان زیاته کړې ، ترکیه د سورئې د څه دپاسه درې نیم میلیون کډوالو پشمول د څه دپاسه څلور میلیون هغو کډوالو کوربه ده چې له خپل هیواده ئې د جنګ د اوور د لمبو د زیاتیدا له امله په تښتې خپل ژوند ژغورلی دی او دا امکاان شته چې زیاتره برخه ئې اروپا ته مهاجرت وکړی .
د اروپا او ترکیې ترمینځ د ۲۰۱۶کال دموافقې په اساس ، انقره د مالی مرستو په بدل کې موافقه کړې ده ، اروپا ته د غیر قانونی کډ،الو د ورتلو بهیر کنټرول کړی .