برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې لړۍ مخ په ډېرېدو ده

آریانانیوز: یوروسټاټ په دې وروستیو کې اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د زیاتوالي اعلان کړی دی.


یوروسټاټ په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې ۹ زره افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د یوروستاټ په وینا، اروپايي اتحادیې هغه شمېرې خپرې کړي چې ښيي د دې اتحادیې غړو هېوادونو ته د پناه غوښتنې درخواستونه د تېر کال په پرتله د روان کال په پیل کې ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د اروپايي ټولنې شمېرې ښيي چې تېره میاشت څه باندې ۹ زره افغانانو په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د سوریې او افغانستان اتباعو د دې اتحادیې غړو هیوادونو ته د پناه غوښتنې ډیرې غوښتنې سپارلي دي.

د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې ۹۸۵۵ سوریایانو او ۹۳۱۰ افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې د پناه غوښتنې ۷۷ سلنه په جرمني، هسپانیه، فرانسې او ایټالیا کې ثبت شوي دي.

یوروسټاټ د اروپایی اتحادیې د څیړنې او احصایې مرکز دی.

شریک یي کړئ!