برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

آمریکې ته د چین خبرداری

آریانانیوز: وانګ يي په یوه خبرپاڼه کښې وویل: چین او روسیې دنیا ته ثابته کړې ده چې اړیکې یې د نورو د خنډ اچونو او لاسوهنو په وجه نه خرابیږي او د خپلو اړیکو مخ په ودې بهیر به جاري وساتو.



د چین خارجه وزیر چې تیره دوشنبه یې د روسیې په سوچي ښار کښې له خپلي روسي همرتبه سرګئي لاوروف سره ملاقات کړی و، په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د امریکې یواړخیز پالنه په نړیوال ډګر کښې د څواړخیز پالنې د واکمنیدو د مخې یو خنډ دی.
د چین د بهرنیو چارو د وزیر دا دریځ د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو وروستۍ وینا ته یو غبرګون دی چې د چین او روسیې د پوځي ملګرتیا او هم داشان په قطبي سیمو کښې د چین د پانګونو په هکله یې خبرداری ورکړی و.
د امریکې له تازه خبرداریو سره سره د چین او روسیې اړیکې په دې وروستیو کلونو کښې ډیرې پراخې شوې دي. چین د نړۍ د دویم ستر اقتصاد په توګه او روسیه په سیاسي او پوځي برخه کښې د یو ستر قدرت په توګه د نړۍ په اوسنیو مناسباتو کښې ډیر مهم موقعیت لري او د امریکې د اوسني حکومت له چین ضده کړنلارې سره سره، روسیې تراوسه د امریکې له غوښتنې سره سم عمل نه دی کړی.
د انرجۍ په برخه کښې د روسیې او چین ملګرتیاوې چې څرګنده نمونه یې له روسیې څخه چین ته د تیلو او ګیس څو نل لیکې دي او هم په سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو کښې د دواړو هیوادونو د نزدې ملګرتیاؤ ترڅنګ په سوداګري او اقتصادي ډګرونو کښې همکاري، د بیجنګ او ماسکو د ملګرتیا څرګندې نمونې دي. د شانګهايي او بریکس په شان ارګانونو او سازمانونو کښې غړیتوب او یا د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې دائمي غړیتوب سبب شوی چې د دواړو هیوادونو ملګرتیا د پام وړ ګټه ولري. روسیه او چین په دې وروستیو کلونو کښې له سوریې واخلې تر وینزویلا او شمالي کوریا پورې د امریکې د یواړخیز پالنې په وړاندې په ځلونو ودریدلي دي.
بیخي هم دا وجه ده چې د امریکې اوسني حکومت د روسيې او چین د ملګرتیا د کمزورې کولو لپاره په ځلونو خپل قسمت آزمایلی دی. د روسیې ګازیتا رو ورځپاڼې په دې وروستیو کښې په یوه شننه کښې ولیکل: د امریکې پخواني خارجه وزیر هنري کیسینجر د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په ځلونو وړاندیز کړی چې د چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره چې په زیاتیدو دي، له روسیې سره ملګرتیا وکړي. د امریکې پخوانی خارجه وزیر باوري دی چې کومه طریقه چې امریکې مخکښې د چین او شوروي د ملګرتیا د مخنیوي لپاره کارولې وه، اوس هم د اجرا وړ ده.
خو د چین او روسیې په اړیکو کښې د خلل او په بله وینا له یو بله د روسیې او چین د بیلولو لپاره د امریکې له ورځ په ورځ زیاتیدونکي کوشش سره سره زیاتره کارپوهان په دې باور دي چې د واشنګټن دا سټراټیجي په تیره بیا په روان پړاؤ کښې یو عبث او چټي کار دی.
د روسیې د والداي بین د نړیوالو بحثونو د باشګاه د پلاننګ مدیر تیموفي بورداچیف وايي: کیسینجر ډاډ لري چې له یو بله د روسیې او چین د بیلولو لپاره د هغه طرحه په روانو حالاتو کښې هم د امریکې اړتیاوې پوره کوي، خو د نړۍ حالات بیخي بدل شوي او نن سبا د دې پلان کامیابي ګرانه ده. سره له دې چې روسیه هم د چین له زیاتیدونکې ودې ځینې اندیښنې لري خو له بیجنګ سره د ماسکو د اړیکو اهمیت دومره زیات دی چې بدیل یې نه شي پیدا کیدی.
په دې وجه که څه هم واشنګټن ته د بیجنګ خبرداری ښودنه کوي چې د روسیې او چین په اړیکو کښې د ګډوډي لپاره د امریکې هلې ځلې سختې شوې دي خو تاریخي مناسبات، پراخې پولې او په تیره بیا په مختلفو ډګرونو کښې د دغو دواړو هیوادونو اوسنۍ اړیکې، د ماسکو او بیجنګ په روابطو کښې د امریکې د روانو لاسوهنو د بې ګټې والي سبب کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي