برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 1 جولای , 2020 لنډ لینک :

۱۵۰کسان په امریکاکی په ډزو سره وژل او ژوبل شوی دی

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې په امريکه کښې د وسله والو تاوتريخوالو او تشد د شمېرنو د ثبتېدو ممرکز نن وويل: په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د امريکې په مختلفو سيمو کښې د ډزو يو سل شپږويشت واقعات رامنځته شول چې له کبله يې دوه دېرش تنه مړۀ او يو سل اتلس نور ژوبل شول.
د دغه رپوټ له مخې د ډزو له دغو واقعاتو څخه زياتره د امريکې په نیوریارک ، کالیفورنیا
،ميسوري، ايلينوي، جاجيا، کنټاکي ايالتونو کښې رامنځته شول.
امريکه د تشدد، يرغمال نيونې او وسله والو حملو له سختې څپې سره مخ ده او هر کال په زرګونو تنه د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د ډزو له کبله وژل کيږي يا ژوبل کيږي.

شریک یي کړئ!
ټکي
[bws_google_captcha]