برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فینلینډ کی د ډونالډ ټرمپ پرضد مظاهرې

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی(Helsinki) کښې دامریکا او د روسیې د ولسمشرانو د غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت په زرګونو سیاسی فعالانو ددغه غونډې او دغه هیواد ته دامریکا دول په دغو مظاهرو کښې چې پرون وشوې اعتراض کونکو توکمپالۍ ختمه کړئ ، ټرمپ د کډوالو ایستل بند کړئ او د جنګ کولو پرځاې مینه وکړئ په شان د شعارونو په ورکولو سره له خپل هیواده د ډونالډ ټرمپ د ایستلو غوښتنه وکړه .
د فینلینډ مظاهره چیانو چې د ښار په مرکز او د امریکا او دروسیې د ولسمشرانو د خبری غونډې ځاې ته نږدې راغونډ شوی وو دامریکا د ولسمشر ټرمپ یو اړخیزه اقدامات دنړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د تاوتریخوالی او د بې ثباتۍ عامل وبلل .

د فینلینډ په زرګونو سیاسی فعالانو وړمه ورځ هم په پلازمینې هلسینکی کښې په مظاهرو سره خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کړی وو .
دغه راز د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړی وې .
دنړۍ اکثره خلک دامریکا له ولسمشر ټرمپ څخه نفرت لری . سمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرضد مظاهرې وکړې .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي