برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنج شنبه, ۱۶ حوت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په انګلستان کښې جرمونه او جنایتونه زیات شوی

آریانانیوز: د بریتانیا دکورنیو چارو وزیر ساجد جاوید(Sajid Javid) پرون په دغه هیواد کښې د جرمونو او دجنایتونو په ساری ډول د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې ویل دغه حقیقت نشو پټولای چې په ټول په انګلستان کښې د تاوتریخوالی زیاتیدل زلمی وژنی .


هغه د بریتانیا په پارلمان کښې وویل د جرمونو او د جنایتونو دزیاتیدا په وجه د بریتانیا په ټولنه کښې ستر درز رامینځته شوی او د انګلستان کورنیو خپل بچیان له لاسه ورکړی دی .
د انګلستان دکورنیو چارو وزیر ساجد جاوید وویل په تیر میلادی کال کښې په دغه هیواد کښې ۷۲۶ کسان ووژل شول چې ۲۸۵ یې په سړو وسلو یعنی چاقوانو سره وژل شوی دی .
هغه دغه راز د داسې لایحې د تصویبیدا غوښتنه وکړه چې پراساس یې په بریتانیا کښې دچاقو یا د نورو سړو وسلو ګرځول جرم وګڼل شی .

شریک یي کړئ!